فرانسوا اولاند: هېواد مو په جګړه کې ښکېل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65444
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-16

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د پارلمان غړو ته په خپله وینا کې وویل چې هېواد یې په جګړه کې ښکېل شوی. نوموړي دا څرګندونې پاریس کې د تېرې جمعې ورځې له بریدونو وروسته کړي چې ۱۲۹ کسان په کې ووژل شول. ښاغلي اولاند وویل چې په ټول هېواد کې به د بېړني حالت موده تر دریو میاشتو پورې غځولو لپاره، پارلمان ته وړاندیز وکړي. نوموړي په خپله وینا کې وویل چې فرانسه هوډمنه ده چې د اسلامي دولت نومې ډله له منځه یوسي. اسلامي دولت نومې ډلې د تېرې جمعې په ورځ د پاریس بریدونو پړه پر غاړې منلې چې ۱۲۹ ولسي وګړي په کې ووژل شول او نژدې ۴۰۰ ټپیان شول. د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا او روسیې له ولسمشرانو سره وګوري تراوسه د یادو بریدونو په تړاو ۲۳ کسان نیول شوي