غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65451
روغوال
دخبریدو نیټه : 2015-11-17

 


 لکه چې ګل منځ د اغز یو کښي اوسي
 د ژوند راحت په تکلیفوو کښي اوسي

 اغزي چې ډ یر وي څانګي ښکلي ښکاري
 صد برګ ګلان داسي شاخچو کښي اوسي

 که راحت غواړۍ نو زحمت اوباسۍ
 ښایستهٔ غمي په لویو غرو کښي اوسي

 چې دي خرما اوهم ثواب شي نصیب
 د زړو ارام نیکو کارو کښي اوسي

 ژوند په عزت او په حرمت مزه کا
 عزت د علم د رجو کښي اوسي

 ځوانا نو لږ کو شش د علم وکړۍ
 علم د پوهی مرکزو کښي اوسي


 بی له تعلیمه ژوند مشکله ښکاري
 لکه ما هيان چې تل اوبو کښي اوسي