پنټاګون: حقاني ډله د امریکا لپاره ګواښ ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65455
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-17

پنټاګون وايي امریکا په جدي ډول د دې اړتیا احساسوي چې د حقاني شبکه باید تعقیب شي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي دا خبره دفاع وزیر اشټون کارټر د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحل شریف سره په کتنه کې کړې. پیټر کوک د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي چې حقاني شبکه اوس هم د امریکا لپاره ګواښ ده او پره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مېشت امریکايي ځواکونه ګواښي. نوموړي دغه راز ویلي چې کارټر او شریف په دې کتنه کې د افغانستان د حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر خوندي کولو بحث کړی دی.