نواز شریف: په سیمه کې د سولې لپاره د افغانستان ثبات حتمي دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65456
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-17

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي په سیمه کې د سولې لپاره د افغانستان ثبات حتمي دی. نوموړي چې ازبکستان ته په سفر تللی د دغه هېواد له ولسمشر اسلام کریموف سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د هند او افغانستان په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي دغه راز ویلي چې ازبکستان او پاکستان دواړه به دې باور دي چې په سیمه کې د غوره اقتصادي فعالیتونو لپاره ثبات او امنیت مهم دی.