ملا منصور دادالله خپل ساتونکي ویشتلی او ټپي کړی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65457
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-17

یو شمېر طالب قوماندانان وايي له ملا منصور څخه د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا منصور دادالله خپل ساتونکي ویشتلی او ټپي کړی دی. څه موده وړاندې د منصور دادالله د مرګ خبر خپور شو؛ خو وروسته د ملا محمد رسول ډلې د هغه د مړینې خبر رد کړ. اوس د طالبانو دوو قوماندانانو چې نومونه یې نه دي یاد شوي ګلف نیوز ته ویلي چې پر منصور دادالله خپل ساتونکي ډزې کړې او ټپي کړي دی. قوماندانانو ویلي چې هغه یوه روغتون ته لېږدول شوی؛ خو روغتیایی حالت یې نازک دی. د ملا محمد رسول د ډلې ویاند بیا ویلي چې منصور دادالله د اختر محمد منصور له ډلې سره په جګړه کې ټپي شوی دی.