حکمت کرزی له خپل هندي ساري ایس جېشینکر سره په نوي ډیلي کې کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65458
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-17

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي او د ده هندي ساري ایس جېشینکر په نوي ډیلي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولو او په سیمه کې د امنیت د ټینګېدو پر بېلابېلو اړخونو خبرې کړې. د هندي رسنیو د راپور له مخې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په جنګ ځپلي افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د افغانستان د دفاعي وړتیاوو له زیاتولو سره د هند د مرستې د ژمنو په اړه هم بحث کړی. په دې خبرو کې، چې د هند په بهرنیو چارو وزارت کې وشوې، د هند او افغانستان د اړیکو په اړه هم سلامشورې وشوې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي وروسته له دې هند ته سفر وکړ چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ډیلي ته لاړ او له هندي چارواکو څخه یې د افغانستان هوايي ځواک ته د جنګي څرخکو د ورکولو غوښتنه وکړه.