د ارغنداب د ننني سهار د ډله ايز بريد مرګ ژوبله دوولس تنو ته لوړه سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65459

دخبریدو نیټه : 2015-11-19

دا بريد نن سهار اووه بجې د ارغنداب ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ او د ملي اردو پر امنتي قرارګاه وسو ، بريدګر چي ټول پنځه کسه وه لمړی يي په لمړي قرول کي د مازدا موټر پواسطه درنه چاودنه وکړه او وروسته نورو کسانو هڅه وکړه چي امنيه قوماندانۍ ته ننوځې خو د امنتي ځواکونو له لوري د سخت مقاومت سره مخ سول . د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قوماندان نيازمحمد مجاهد په سيمه کي خبريالانو ته وويل ، چي نښتي يو ساعت دوام وکړ چي پر مهال يي پاته پنځه بريدګر هم له منځه ولاړل . نوموړی زياتوي چي په دې پيښه کي په ټوليز ډول يو د ملي اردو سرتيري او پنځه بريدګر وژل سوي ، درې د ملي اردو سرتيري او درې تنه ملکي وګړي ټپيان سوي دي . نوموړی وايي چي بريدګرو د افغان فوځ يونيفورم په تن کړی وو او هڅه يي کول چي امنيه قوماندانۍ او د ملي اردو امنتي قرارګاه ته ننوځي . کليپ : د ارغنداب امنيه قوماندان د پيښي مسووليت طالبانو په غاړه واخست او وايي چي په دې پيښه کي ګڼو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده . په کندهار کي د څه مودي راهيسي تر نسبي امنيت وروسته دا لمړی ډله ايز بريد دی چي تر سره کيږي .