پاسوال عبدالرازق : د ارغندای نننی بريد د طالبانو د ماتي په معنی وو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65461
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-11-19

د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق وايي ، چي د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ ننني بريد وښودل ، چي طالبان نور له زوره لويدلي دي او د ځان وژنو ته يي مخه کړې ده . نوموړي نن د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون سره د ځانګړي مرکې پر مهال وويل ، چي که څه هم طالبان په بريدونو کي د افغان فوځ له يونيفورم څخه ګټه پورته کوي خو دوی به د دې مخه هم ونيسي . پاسوال عبدالرازق وايي ، چي خلک دي په دا ډول بريدونو انديښنه نه کوي ، نوموړي ټيڼګار وکړ چي د کندهار د امنيت دپاره ژمن دی . نن سهار اووه بجې وسله والو طالبانو د ارغنداب پر امنيه قوماندانۍ ډله ايز بريد وکړ چي پر مهال يي پنځه بريدګر او د ملي اردو يو سرتيری ووژل سوه ، درې د ملي اردو سرتيري او درې ملکي وګړي ټپيان سول . د بريد مسووليت طالبانو په غاړه واخست .