ولسمشر غني له قزاقستاني شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د زېربنا په برخه کې پانګونه وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65464
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-21

قزاقستان ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په ترڅ کې له دغه هېواد سره څو هوکړې لاسلیک شوې او ولسمشر له قزاقستاني شرکتونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د زېربنا په برخه کې پانګونه وکړي. د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د همکاریو پر اوسني وضعیت او راتلونکي بحث شوی دی. د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې قزاق ولسمشر نورسلطان نظربایف د دواړ هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. نوموړي په دې کتنه کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړی دی.