بېګم نسیم ولي: له افغانستان سره خیانت شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65466
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-21

د پښتونخوا مشهوره سیاستواله بېګم نسیم ولي وايي له افغانستان سره خیانت شوی دی. نوموړې چې د خدايي خدمتګارانو د بنسټګر پاچاخان نږور او د ولي خان کونډه ده پرون په کراچۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل اوس ټول پر دې پوهېږي چې په افغانستان کې جنګېدونکي ترهګر چېرې روزل کېږي. بېګم نسیم زیاته کړه که د یو چا کور ته اور واچول شي، هغه مجبور دی چې ځواب ورکړي. نوموړې یادونه وکړه چې په پاکستان کې سوله د افغانستان له ثبات سره تړلې ده. مېرمن ولي زیاته کړې چې د پښتنو سیمې د نورو د ګټو لپاره د جګړې پر ډګر بدلې شوې او په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي قربانیان پښتانه دي.