حکمت کرزی: د داعش پراختیا نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې او هند ته هم ګواښ ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65467
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-21

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي د داعش پراختیا نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې او هند ته هم ګواښ ده. نوموړي له یوې هندۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو یو شمېر غړي او احساساتي ځوانان په دریو ولایتونو ننګرهار، زابل او فراه کې له داعش سره یو ځای شوي چې د ده په وینا نه یوازې کابل بلکې ټولې سیمې ته یې ګواښ پېښ کړی. حکمت کرزي ویلي چې د داعش جنګیالي اوس په افغانستان کې د طالبانو په څېر د مالي منابعو په لټه کې دي. هغه زیاته کړې د چین د اویغور یو شمېر جنګیالي او د ازبکستان اسلامي حرکت هم په افغانستان کې د مراکزو د جوړولو هڅه کوي چې دغه کار وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.