دواخان مينه پال تر جدي تحقيقاتو لاندي دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65468
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-11-21

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رييس د فساد او غفلت په تور تر جدي تحقيقاتو لاندي دی . دواخان مينه پال چې شپږ مياشتي مخکي له دندي ليري سوی دی ، د مالي فساد او وظيفوي غفلت په تور په څارنوالۍ کي دوسيي لري او د د تيري يوې مياشتي راهيسي يي جدي پلټني پيل سوي دي . باوري سرچيني وايي ، چي نوموړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تفتيش او پلټني د رياست او په څارونوالي کي د شته دوسيي له مخي پوښتل کيږي او قانون ته سپارل کيږي . د دواخان مينه پال د دندي پر مهال د کندهار لوی تاريخي ځايونه وران ، د طلوع افغان سلګونه لکه افغانۍ لادرکه او د دې رياست کارونه بې کيفيته سوه . سرچينه وايي ، چي د نوموړي د خيانت دوسيي اسناد لري او که کره سوه نو نوموړی به د قانون له مخي زندان ته ځي .