د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان: د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان اوړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65474
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-21

کتونکي د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان هغه را پور سم ګڼي چې د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان اوړي. په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار سازمان د امریکايي او ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده. شنونکي باور لري چې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې نه یوازې سم هدفونه نه په نښه کیږي، بلکې لویه برخه مرګ ژوبله یې هم ملکي وګړو ته اوړي چې دا چاره په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده او حکومت ته په کار ده چې دا مسئله جدي وګڼي. پر بهرنیو ځواکونو نیوکه ده چې بریدونه یې په هغو سیمو کې دي چې هلته هوايي برید ته اړتیا نه وي او نه هم ترې غوښتنه شوې وي، خو په هغو ځایونو کې بریدونه نه کوي چې هلته اړتیا وي او یا هم غوښتنه ترې کیږي. اوس د بشري حقونو د څار سازمان هم همدا خبره کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ډیری هوايي بریدونه پر هغو سیمو دي چې هلته د وسله والو مخالفینو ډیر جدي ګواښ نه وي موجود.