غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65476
محبوب شمال
دخبریدو نیټه : 2015-11-22

عمربه تيرشى دجنون بندى خانو کى*

يوځل که شوى بندى دتورو زلفوزولنوکى*

دسترګوپه کونجوکى به باڼه کړم لومى لومې*

بازان کړى پروازونه ستا دحسن سردروکشى*

دزړه په بام مى ګرځي ستا دحسن شنى کوترى*

دډيروشنو طوطيانو وزرمات شول په دامو کى*

  مجنون دعشق څپړه په ټول عمر هيره نه کړه*

ليونيان څيرى ګريوان ډيرماليدلى بيابانو کى*

دعشق په جوارى کى (شمال)ځکه ډيراحتياط کړى*

چازړه پکشى بايللى دچا اوښکى په ليمو کى