په بروکسل کې لا هم د شکمنو کسانو لټون روان دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65490
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-22

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د پولیسو له خوا د شکمنو کسانو لټون روان دی او د دغه هېواد فدرالي څارنوال ایریک وان دیر سیپټ وایي چې تر اوسه پولیسو د ۱۹ حملو په ترڅ کې ۱۶ شکمن کسان نیولي دي. ‌پولیس هڅه کوي چې د نورو تر څنګ د صلاح عبدالسلام په نامه یو جنګیالی چې فکر کېږي تېره اونۍ یې د پاریس په حملو کې لاس درلود او د بلجیم په لوري تښتېدلی دی ونیسي.‌ ایریک وان یوه خبري کانفرانس ته ویلي چې امنیتي ځواکونو ۱۹ حملې په بروکسل او خواوشا کې او درې نورې د چارلیروی په سیمه کې وکړې چې په پایله کې یې ۱۶ شکمن کسان ونیول. وان وایي چې د تلاشۍ پر وخت امنیتي ځواکونو ته هېڅ وسلې یا چاودونکي توکي لاس ته نه دي ورغلي