د بدخشان لاسي صنایعو د تاجکستان او هند بازارونو ته لار موندلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65493
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-22

په بدخشان کې د لاسي صنایعو د یوه شرکت مسئولین وايي سره له دې چې په هېواد کې دننه د لاسي صنایعو بازار سوړ شوی؛ خو په تاجکستان او هند کې بیا افغاني لاسي صنایع ښه بازر لري. د «لعل بدخشان» په نوم د دغه شرکت مشرې نیلوفر فردوسي ویلي په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې دننه د لاسي صنایعو بازار له رکود سره مخ دی. فردوسي ویلي د کورني مارکېټ خلاف د افغانستان د لاسي صنایعو بازار په هند او تاجکستان کې ګرم دی. دې زیاته کړې د دوی د شرکت په ډېری تولیداتو کې د بدخشان قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې کارول کېږي. مېرمن فردوسي وايي شرکت یې څلور کاله وړاندې جوړ کړی چې له قیمتي ډبرو د ګاڼو پر جوړولو سربېره په لاس اوبدل شوې جامې هم تولیدوي او کارکوونکې یې ښځې دي. دې سره له دې چې وویل افغانان د خپلو کورنیو تولیداتو هرکلی کوي؛ خو یادونه یې وکړه چې دوی د تولیداتو د پلور لپاره مناسب ځای نه لري. فردوسي وايي د شرکت تولیدات یې په هند او تاجکستان کې له تاوده هرکلي سره مخ شوي. نوموړې له دولت څخه د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي که حکومت د لاسي صنایعو ملاتړ وکړي، له دې لارې به د هېواد ګڼو ښځو ته د کار زمینه برابره شي. مېرمن فردوسي ناامني په هېواد کې د کاروبار او سوداګرۍ پر وړاندې ستر خنډ بللې ده او پر حکومت یې غږ کړی چې د امنیت په تامین سره دوی ته په ډاډه زړه د کار کولو زمینه برابره کړي.