په زابل کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65496
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-23

چارواکي وايي په زابل ولايت کې د مخالفینو د يوه بريد په ترڅ کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي. د زابل د شينکۍ ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې ویلي، دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ په کوچنۍ ښاره سيمه کې شوې ده. سرچينې زياته کړې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر ګزمې بريد کړى چې په پايله کې يې درې پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى. طالب وياند قاري يوسف احمدي د دغه بريد مسووليت منلى دى.