د زړې سرګلولې دچاودنې له امله په کابل کې اته ماشومان وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65502
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-24

په کابل ښار کې د زړې سرګلولې دچاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي، بلخوا په همدې ښار کې یوې بلې چاودنې څلور ملکي وګړي ژوبل کړي دي د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې لومړۍ چاودنه پرون تر غرمې وروسته په شاوخوا دریو بجو د کابل ښار ددیارلسمې حوزې اړونده دسه بانګي په سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه، چې چاودنه دیوې سرګلولې له امله شوې چې له امله یې ۸ ماشومان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، د ماشومانو عمرونه د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ وو. بلخوا د کورنیو چارو وزارت وایي چې پرون مازیګر د پنځمې حوزې اړونده سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې څلور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.