امریکایي وایي چې د کندوز پر روغتون ترسره شوی هوایي برید بشري تیروتنه وه ، خو یو شمیر پوځي کسان یې له دندو ګوښه کړي چې په دې تیروتنه کې ښکېل وو.په افغانستان کې دناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال کمپبل په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ددوی لخوا د یادې پيښې د څیړنو موندنې اعلان کړې.هغه زیاته کړه، په دې برید کې تر ۳۰ پورې ډاکټران، نرسان ، ناروغان او دهغوی پیوازان ووژل شول او تر ۲۸ پورې نور کسان ټپیان شوي وو.نوموړي وویل چې امریکا، ناټو له افغان حکومت سره په ګډه له څو لارو دیادې پيښې پلټنې کړې دي او د پلټنو موندنې یې په ۳۰۰۰ مخونو کې تیارې کړې ، خو دوی یې نچوړ خپروي.د هغه په وینا، تر پلټنو وروسته دوی خپل یو شمیر هغه پوځیان له دندو ګوښه کړي دي چې په یادو عملیاتو کې یې غفلت کړی و.یاد تنظیم تر اوسه دامریکا د موندنو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا دیادې پيښې د بې پرو او خپلواکو نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې وه.دوی ویلي وو، څو پورې چې امریکا د داډول بریدونو د بیا نه تکراریدو ژمنه ورنه کړي، نو دوی به په کندوز کې بیا فعالیت نه پیلوي.امریکا ویلي چې نه یواځې یاد روغتون له سره رغوي، بلکې په دې پيښه کې د وژل شویو او ټپیانو کورنیو سره نغدي مرستې هم کوي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65515
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-25