هر کال د ٢٨ ملياردو ډالرو په ارزښت هيروين او ترياک اروپا ته قاچاقېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65520
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-27

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې په خپل یو نوي رپوټ کې ويلي دي چې هر کال د ٢٨ ملياردو ډالرو په ارزښت هيروين او ترياک له افغانستان څخه د بالکان د سیمې د هیوادونو له لارې لوېديځې اروپا ته قاچاقېږي. د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ په ويانا کې خپل رپوټ خپور کړ. په رپوټ کې ویل شوي چې د مخدره توکو دغه قاچاق د افغانستان د خالصو داخلي عوايدو په نسبت چې تېر کال ٢١ مليارده ډالره وو، زيات عوايد دي. د بالکان حوزه د نړۍ په کچه د هيروئينو د قاچاق يوه له عمده لارو څخه ګڼل کېږي چې له ايران او ترکیې څخه لومړی دغې سیمې او بیا ايټاليا ته او وروسته د لويديځې اروپا هېوادونو ته رسول کېږي.