حکمتیار یو ځل بیا د نړېوالو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د انتخاباتو غوښتنه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65521
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-27

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه نوي وېډیویي پیغام کې چې اسوشیټېډ پرېس ترلاسه کړې ویلي چې په افغانستان کې سوله ممکنه ده او جګړې بندیدای شي خو یوازې په هغه صورت کې چې نړېوال ځواکونه ووځي. حکمتیار په دې وېډیو کې وايي، سوله ممکنه ده او جګړه بندېدای شي خو په هغه صورت کې چې اشغال پای ته ورسېږي، نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي او افغانانو ته دا حق ورکړل شي چې خپل برخلیک او خپل حکومت په خپله خوښه غوره کړي. حکمتیار په خپل وېډیويي پيغام کې ویلي چې که د کابل حکومت او امریکايان سوله غواړي نو د ده طرح د حل یوازینۍ لاره ده.