ولسمشر اشرف غني د امریکا د کانګرېس د استازو د مجلس له پلاوي سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65522
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-27

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې له ترورېزم سره د مبارزې، اقتصادي پرمختګ، د ښځو د وضعیت او دوه اړخیزو مسئلو په اړه خبرې وشوې. ولسمشر غني د امریکا کانګرېس د استازو د مجلس د غړو سره په دې کتنه کې وویل چې ترورېستې ډلې غواړي د نړۍ د ولسونو تر منځ اړیکې خرابې کړي. د کانګرېس پلاوي د سیمې د هېوادونو تر منځ د همکاریو لپاره د موجودو فرصتونو پر اهمیت ټینګار وکړ.