پوتین پر ترکیې د اقتصادي بندیزونو فرمان صادر کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65531
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-29

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د ترکیې له لوري د روسیې الوتکې تر ویشتلو څلور ورځې وروسته پر ترکیه د اقتصادي بندیزونو فرمان صادر کړي. د پوتین د فرمان له مخې روسیې ته د یو شمېر ترکي توکو پر وارداتو بندیز لګېدلی دی. په فرمان کې چې د کرملېن پر پاڼه خپل شوی تر اوسه دغه توکي مشخص شوي نه دي. پر دې سربېره په روسیه کې پر ترکانو او فعالو ترکي شرکتونو ځینې محدودیتونه وضع شوي دي. دغه راز پر روسي هوايي شرکتونو غږ شوی چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال له پیل سره سم ترکیې ته د سفر د ټکټونو پلور بند کړي.