اتمر: افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پرېکنده ملاتړ ته اړ دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65534
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-29

د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د روسیې له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پرېکنده ملاتړ ته اړ دی. د ملي امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي اتمر په دې کتنه کې یو ځل بیا یادونه کړې چې د افغانستان په باور د ترهګرۍ له منځه وړل د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې ګډې هڅې غواړي. سرچینې ویلي چې د روسیې سفیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د تګلارې ملاتړ کړی او یادونه یې کړې چې روسیه به په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.