په ارزګان کي د ښوونکي په ګډون درې تنه ووژل سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65536
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-11-29

په ارزګان کي چارواکي خبر ورکوي ، چي تيره شپه وسله والو طالبانو په خاص ارزګان ولسوالۍ کي د ښوونځي د يوه ښوونکي په ګډون درې تنه وژلي دي . پيښه د دې ولسوالۍ په شيخي سيمه کي رامنځ ته سوې ده . د ولسوالۍ ولسوال محمدکريم کريمي وايي ، چي وسله وال طالبان تيره شپه د ښوونځي د يوه ښوونکي محمد صديق توکلي کور ته ورغلي دي ، خپله توکلي ، د هغه زوی او د هغه د کور مخي ته يو بل ملکي وګړی يي وژلي او بريدکوونکي په تيښته بريالي سوي دي . ولسوال وايي چي د پيښي په اړه جدي پلټني رواني دي
بلخو ا بیا د کلي خلګ  ادعا کوی چي دغه  درې  واړه کسان  د د ولسوال کریمي لخوا  د خپل شخصي غچ اخستلو په ترڅ  کي  وژلي دي  او  سبا ته به د مړو جنازې ترینکوټ ته د اعتراض په شکل د سلګونو خلکو سر ه ورسوي .

طالبانو او یا هم کومي ډلي د پيښي مسووليت تر اوسه  په غاړه نه دی اخستی .