زمرو ته د زرمت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65849
محمدامین بسیمل
دخبریدو نیټه : 2016-01-09

 

 خونکاراومکار بیا راغلل کوڅوته د زرمت
 پردیو رالېږلي ورانېدو ته د زرمت

 هغه چې تښتېدلي وو کولاب اوآصفهان ته
 مردارې پښې یې راوړې شنوباغچوته د زرمت

 در تو کړئ داپیت پوزي او چیت سترګي له دې ځایه
 ناولو پښو یې بوی ورکړ دېرو ته د زرمت

 دا واړه مریضان دي په سادیزم مبتلا
 چې داسې خوشالي کړي سوځېدو ته د زرمت

 دوی څوځلې راغلې اوبیاهرځل تښتېدلي
 دا کله ټېنګېدی شي سرو زمرو ته د زرمت

 غلیمه هېر دې نشي د حساب انتظار باسه
 یو وخت به دې راکش کړمه توبوته د زرمت

 ای ربه هغه شپې او ورځې بیا کړه را په برخه
 چې ورځې د اختر وي ځو مېلو ته د زرمت

 جانانه دسپوږمۍ او روڼوستورو وخت به راشي
 یوځای به سره درومو زیارتو ته د زرمت

 دسهاکو په باغو به سره ګرځو لاس ترغاړه
 رنګ ورکړه د زړه سره ګلابو ته د زرمت

 بســـمله په قلم دې غلیمان له تېغه تېر کـــړه
 چې بیا زړګی ښه نه کړي نړېدوته د زرمت

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21214