زموږ قانون لوچکان بدلوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65887
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2016-01-16







موږ په وطن کی لوچکان قانون بدلوي
هر خیرن د ځان دبقا لپاره صابون جوړوي
چې دلوچک خوښه وي نظام باچاهي سي
که باچا نه سو ځان ته صدراعظمي ننګوي

‏***‏
‏ چې پرسر یې دمسعود انځور ځړیږي هغه غل دی ‏
چې پر دفتر یې دنظار بیرغ رپیږي هغه درغل دی
چارخانه دسمال او پکول والا دي چې قانون نه مني
چې په موټر یې رسم داتل وي کار یې غش وغل دی
‏***‏
مشر چې په ویلو ویریږي د رښتیا
هغه ته څنګه ویلای سي ته باچا
له هغه کس څخه دڅه کار تمه لري
دزوی دزیري تمه مه لره د کوم هجړا

‏***‏
مزه کله کوي کله کله
توره وهل په بوی ماده
هر کار عقل مني
نه باچا په خوی ماده

‏***‏
دا خاینان تر هیڅ ځای رسیدای نسي
دهغو څو ورځي دحملې اوتوبرې ده میله
هغوی څو ورځي سر راایستلی نفس تازه کوي
ژر به نارې سي سر دننه تفریح ده ختمه