په ارزګان کي نفوذي پوليس د پوستي قوماندان او نهه پوليس ووژل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65938
لودين
دخبریدو نیټه : 2016-01-26

په ارزګان کي نفوذي پوليس د پوستي قوماندان او نهه پوليس ووژل . د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کي د طالبانو سره جوړ پوليس د پوستې د قوماندان په ګډون لس تنه ملي پوليس وژلي دي . دا پيښه تيره شپه رامنځ ته سوې ده ، ياد پوليس لمړی خپل قوماندان او پوليس مسموم کړي او وروسته يې ډزي پر کړي دي . د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د پيښي پخلی کوي او وايې ، چي بريدګر کس وسله والو طالبانو ته تښتيدلی دی او وسلې يې هم د ځانه سره وړي دي . د والي وياند وايې چې د پيښي په اړه جدي پلټني پيل سوي دي . د پيښي مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی .