زابل : د ارغنداب ولسوالۍ خلک له هر ډول خدماتو څخه بې برخي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65963

دخبریدو نیټه : 2016-01-29

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ټول اوسيدونکي د پوهني ، روغتيا ، بيارغوني او ټولنيزو خدماتو څخه بې برخي دي ، ځايي اوسيدونکي وايې چې دولت په دې برخه کي هيڅ راز توجه نه ده کړي او په ژوند کي يو عالم کړاوونه لري ، د ولسي جرګې غړې زهرا توخې وايې چې ستونزي تر دولته رسوي . زابل د هيواد په وروسته پاتي ولايتونو کي دی ، دلته د نورو ولسواليو تر څتګ ارغنداب ولسوالي هم د هر ډول خدماتو څخه بې برخي ده . اوسيدونکي يې د روغتيا ، پوهني ، بيارغوني او نورو اړينو خدماتو څخه بي برخي دي . يادي ولسوالۍ ته ګډو ولسي او دولتي پلاوي د ځايي اوسيدونکو ستونزي اوريدلې دي او خلکو ته يې ژمنه ورکړې ده چي په دې برخه کي به ټول دولتي امکانات په لاره واچوي . په ولسي جرګه کي د زابل د خلکو استازې زهرا توخې وايې ، چي د ولسوالۍ د خلکو حالت دردوونکی وو او دا به له دولته وغواړي چي ډير ژر په دې برخو کي توجه وکړې . د پوهني رييس رحيم الله لودين د پوهنيزو امکاناتو د نه شتون پړه پر خلکو اچوي ، نوموړی وايې دلته ولسي همکاري نسته . د ارغنداب تر څنګ د زابل نوري ليري پرتي ولسوالۍ هم ورته برخليک لري ، دلته خلک په پوره ډول ناهيلي سوي دي .