د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65965
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-29

چارواکي وايي، د سختو واورو اورېدو له امله د سالنګ لار د مساپرو پر مخ تړل شوې ده. د سالنګ سيمې د ساتنې مسول جنرال رجب ويلي، اوس مهال جنوبي سالنګ کې يو متر واوره پرته ده. د ښاغلي رجب په وينا کله چې د واورې اورښت کم شي، د لارې د بېرته پرانيستلو کار به پيل کړي او دغه لار به د ترافيکو پر مخ پرانيزي. ويل کېږي په دغه لار هره ورځ په زرګونو موټر تګ راتګ کوي او يوه له مهمو لارو ګڼل کېږي.