اسوشیتید پریس: د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي به په اسلام اباد کې غونډه وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65966
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-29

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي به راتلونکې میاشت په پلازمېنه اسلام اباد کې غونډه وکړي او په دې به خبرې وکړي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې څرنګه بیا پیل کړي.د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې،دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی قاضي خلیل وویل، د څلورو هیوادونو استازي به په دې غونډه کې، چې د فبرورۍ په شپږمه نېټه دایرېږي، د جګړه ځپلي افغانستان د سولې د لارې د نقشې یا طرحې د جوړولو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.چارواکي وايي چې د طالبانو استازو ته به هغه مهال په خپلو خبرو کې د ګډون بلنه ورکړي چې څلور هیوادونه پر ټولې طرحې موافقې ته ورسېږي.