جان نیکولسن: د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65967
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-29

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ لپاره د ولسمشر اوباما له لوري غوره شوي پوځي جنرال "جان نیکولسن جونیر" پرون وویل؛ د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او افغان ځواکونه کلونه وخت ته اړتیا لري؛ څو په خپله د خپل هېواد د امنیت ټینګولو توان پیدا کړي.جنرال نیکولسن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره به هلته د اړتیا وړ امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه بشپړه څېړنه وکړي.دغه لوړ رتبه جنرال دامریکا په دفاع وزارت کې ۱۴ میاشتې د افغانستان او پاکستان د چارو د هماهنګۍ د ادارې مشر و. دی به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د تلونکي قوماندان، جنرال جان کمپبل پر ځای په کار پيل وکړي.