په سعودي عربستان کې پنځه تنه په ډزو وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65968
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-29

راپورونه وايي، د سعودي عربستان په ختيځ کې د شيعه ګانو په يوه جومات کې ډزې شوي چې په نتيجه کې يې درې کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي. د محسان ښارګوټي په امام رضا جومات کې دغه حمله پرون د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده. د پېښې په عکسونو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي؛ څو تنه ټپيان ښکاري تر دې مخکې په سعودي عربستان کې پر شيعه ګانو د داعش سخت دريځې ډلې له خوا حملې شوې دي. د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې د سعودي عربستان چارواکو يو وتلى شيعه روحاني اعدام کړ چې په نتيجه کې يې د رياض او تهران ترمنځ اړيکې کړکېچنې شوې.