خلک: د داعش راډیو د بهرنیانو له مرکزه خپرونې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65969
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-29

د ختیځ ولایت ننګرهار اوسېدونکي وايي د داعش راډیو د بهرنیو ځواکونو له مرکزه خپرونې کوي. خلک او مدني فعالین وايي د داعش راډیو خپرونې نه یوازې کنټرول شوې نه دي، بلکې خپرونې یې په پنځو ژبو او د خپراوي سیمه یې هم زیاته شوې ده. خلک په دې باور دي چې د خلافت راډیو له ننګرهار هوايي ډګره چې د بهرنیو ځواکونو مرکز دی خپرونې کوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي دوی ځکه د دغه راډیو خپرونې نه شي بندولی چې د خپرونو سیمه یې لا هم نه ده کشف شوې. د جلال آباد ښار یو اوسیدونکی سیدالرحمن وايي، په ننګرهار کې د ډېرو خلکو نظر دا دی چې د داعش راډیو له هوايي ډګره خپرونې کوي. دی وايي هغه کسان چې په دې راډیو کې کار کوي پخوا یې په نورو راډیو ګانو کې هم کار کړی او ګومان نه کیږي، چې هغوی د کوم غره ته ختلي وي او له هغه ځایه دې داعش ته تبلیغات وکړي. هغه زیاتوي:« په دومره پرمختللې ټکنالوژۍ چې اوس په نړۍ کې شته، ولې زموږ حکومت د یوې راډیو د خپرونو سیمه نه شي کشفولی، دا هغه شک لا پیاوړی کوي، چې ظاهر قدیر ویلي وو، چې د حکومت له منځه هم د داعش ملاتړي شته او ښايي د ننګرهار هوايي ډګر د داعش د تبلیغاتو مرکز وي.» د بهسودو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی شمس الله وايي حکومت ویلي وو، ددغه راډیو خپرونې به تړي؛ خو د راډیو د نشراتو سیمه اوس نوره هم پراخه شوې او په پنځو ژبو خپرونې کوي. ده سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، چې په پښتو او دري سربیره، په عربي، اردو او انګلیسي هم د خلاف غږ راډیو پیغامونه اورېدل کیږي چې خلک د داعش ډلې ملاتړ ته هڅوي. د رسنیو ملاتړي بنسټونه د خلاف غږ راډیو پر وړاندې د حکومت له لوري د اقدام نه کول د اندېښنې وړ بولي. د کابل پرېس کلب مشر عزیز احمد تسل وايي دا د شرم خبره ده چې په دوو میاشتو کې حکومت د یوې راډیو د خپرونو مخه نه ده نیولې. نوموړي سرنوشت ته وویل، په کار ده چې ددغه راډیو پر وړاندې ګام واخیستل شي، ځکه دا په عامه اذهانو اغېز کوي او خلک پر حکومت هم بې باوره کوي. دفاع وزارت میاشت وړاندې اعلان وکړ چې د داعش راډیو خپرونې یې بندې کړې؛ خو دا خپرونه لا هم عملا خپرونې کوي. د مخابراتو وزارت یوه سرچینه وايي، چې مخابراتو وزارت په تورخم کې داسې یوه آله لري چې د راډیويي او مخابراتي څپو د لېږد مخه نیولی شي. دې سرچینې سرنوشت ته وویل، دوه کاله وړاندې دغه دستګاه ددې لپاره تورخم ته وړل شوې وه چې د ډيورنډ له پورې غاړې د راډیوګانو نشرات له کرښې دې غاړې رانه شي. د سرچینې په وینا دا چې ولې تر اوسه دغه دستګا د داعش راډیو د خپرونو د مخنیوي لپاره نه کارول کیږي معلومات نه لري.