په ترکیه کې ۳۹ کډوال په اوبو کې ډوب شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65973
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-30

د ترکيې رسنۍ وايي د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۹ کډوال د ترکيې سره نژدې په اوبو کې ډوب شوي دي. ويل کېږي دغو کسانو غوښتل چې د اوبو له لارې خپل ځانونه يونان ته ورسوي. د راپورونو له مخې له ۶۰ ډېر کسان ژغورل شوي، خو ځايي چارواکي وايي کېداي شي د وژل شويو کسانو شمېر لوړ شي. د سمندري ساتونکو په وينا دغو کسانو غوښتل چې د يونان لسبوس ټاپو ته ولاړ شي. لسبوس يو له هغو ټاپو ګانو دی چې په لوی شمېر کډوال ورځي او له هغه ځايه بيا نورو اروپايي هېوادونو ته ځي. په وروستيو څو اوونيو کې په زرګونو کډوال د ترکيې له لارې د يونان ټاپوګانو ته تللي. د کډوالو د نړيوالې ټولنې په وينا په نوي کال کې تراوسه ۲۴۴ کډوال د مديترانې په اوبو کې ډوب شوي. تر اوسه د دغو نويو وژل شويو کسانو تابعيت نه دی معلوم.