طالبانو په فاریاب کې د دوو مسافر وړونکو موټرو شاوخوا ۱۰۰ تنه سپرلۍ له ځانه سره بولې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66023
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-06

د فاریاب چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېر ماښام د دولت اباد او قرمقول ولسوالیو ترمنځ د دوو مسافر وړونکو موټرو شاوخوا ۱۰۰ تنه سپرلۍ ښکته کړې او له ځان سره یې وړې دي. د دولت اباد امنیه قوماندان سمونوال نعمت الله توفان وايي دا پېښه تېر ماښام د میرزا قم په سیمه کې رامځته شوې ده. دی وايي دوه مسافر وړونکي بس موټر چې له میمنې کابل ته روان وو، په دې سیمه کې درول شوي او سپرلۍ یې طالبانو بولې وې. امنیه قوماندان وايي طالبانو یو شمېر کسان بېرته خوشي کړي دي.