په کندهار کې یوپولیس او یو وسلوال ووژل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66028
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-07

په کندهار ښار کې يوه وسله وال کس د پوليسو پر ګزمه ډزې کړې، يو پوليس يې وژلى او يو ملکي وګړى يې ټپي کړى خو وروسته بريد کوونکى هم د پوليسو له خوا وژل شوى دى.پېښه نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د کندهار ښار اړوند د څلورمې امنيتي حوزې د کاروان په کوڅه کې رامنځته شوې ده.د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني وويل، په ياده سيمه کې پوليس پر ګزمه او تلاشۍ بوخت وو چې بريدګر د تومانچې په وسيله پر هغوى ډزې کړې دي.هغه زياته کړه، په پېښه کې يو پوليس وژل شوى او يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.