په اروزګان کې د نښتې په ترڅ کې ۱۸طالب اورپکې وژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66029
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-07

د اروزګان چارواکي وايي، په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ١٨ وسله وال وژل شوي دي.د دهراوود امنيه قوماندان محمد نبي، وويل چې د دې ولسوالۍ په دهزک سيمه کې نن سهار ٧ بجې نښته پيل شوې ده.ده زياته کړه، په دې نښته کې تردې مهاله د زنداني په نوم د وسله والو طالبانو د يوه ډلګي مشر په ګډون ١٨ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي. دغه راز د ملي اردو درې سرتېري هم ټپيان دي.