حکیم مجاهد: د ملا محمد حسن مړینه د سولې بهیر اغېزمنولی شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66040
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-09

د سولي عالي شورا وایي، د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړي ملا حسن رحماني مړینه به د سولې پر بهیر تر یو بریده منفي اغیز ولري. د طالبانو د مخکیني رژیم یو شمېر غړي وایي، نوموړي د سولې په خبرو کې مهم رول درلود خو د چارو کارپوهان بیا وایي چې د یو شخص مړینه نه شي کولای د سولې پروسه منحرفه کړي. طالبانو دا تایید کړې چې ملاحسن رحماني د ناروغۍ له امله مړ شوی خو ځيني راپورونه وایي چې د هغه مرګ غیر طبیعي و. د سولې عالي شورا وایي، هم په کوردننه او هم په نړېواله کچه داسې هڅې کیږي څو د افغانستان د سولې بهیرله خنډ سره مخامخ شي. د دغې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د ملا حسن رحماني د مړینې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د هغه نه موجودیت به د سولې په خبرو کې بې اغیزې نه وي.