جېمز کلپېر: کېدای شي شمالي کوریا د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کافي پلوټونيم ولري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66041
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-09

د امريکا د استخباراتو مشر جېمز کلپېر وايي شمالي کوريا کېدا شي ډېر ژر د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کافي پلوټونيم ولري. نوموړي زياته کړه چې پيونګيانګ د بلېسټيک توغنديو د سيستم جوړلو لپاره هڅې کړې دي. دا خبرې د شمالي کوريا له خوا د اوږد واټن توغندي له ازمويلو څو ورځې وروسته ګېږي. ګوتنيوونکي وايي شمالي کوريا غواړي منعه شوي توغندي وازموي. تېر کال سپټمبر مياشت کې پیانګ يانګ ويلي وو چې د یونګ باين اتومي بټۍ يې يو ځل بيا فعاله کړې ده. د پلوټونيم دغه درېيمه اتومي بټۍ د اتومي وسلي د پروګرام سرچينه بلل کېږي. شمالي کوريا د روان کال په جنورۍ مياشت کې څلورمه اتومي ازموينه کړې وه.