ولسمشرۍ ماڼۍ د جېمز کپلر څرګندونې رد کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66049
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-11

ولسمشری ماڼی د امريکا د استخباراتو د ادارې مشر وروستۍ څرګندونې ردوې چې ویلي دي د افغانستان حکومت به په روان میلادي کال کې له سياسي سقوط سره مخ شي.د ولسمشری ماڼی ویاند سید ظفرهاشمي رسنیو ته په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې د امریکا د استخباراتو د رییس دا څرګندونې تر ډيره د سیمې ګواښونه څيړي. زیاته کړې، چې دا څرګندونې مشخص افغانستان ته نه دي شوي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د ملي امنيت ادارې مشرجيمز کلپر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې طالبان د سولې خبرو ته لېواله نه دي او د افغانستان حکومت به په روان۲۰۱۶ میلادي کال کې له سياسي سقوط سره مخامخ شي.