په اروزګان کې غلچکي بریدګر دښځو په جامو کې نیول شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66056
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-11

د اروزګان چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې يې د يوه قوماندان په ګډون دوه غلچکي بریدګر د ښځو په جامو کې نیولي، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې يې پنځه تنه ترور کړي دي.د اروزګان امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني وویل، چې دا کسان د هغې ١٥ کسيزې شبکې غړي دي، چې په ترینکوټ ښار کې یې د یوه منظم پلان له مخې دولتي کسان په نښه کول.ده زياته کړه، دغه دوه تنه چې یو یې قوماندان دی، د مرکز ترینکوټ د پولیسو له لومړۍ حوزې سره خوا کې د امنیتي ځواکونو له خوا، داسې مهال د ښځو په جامو کې ونیول شول، چې غوښتل یې پر یوه دولتي کس غلچکي برید وکړي.