ګلاب منګل:په بغلان کې د دایمي سولې هڅه مغرضوکړیوسبوتاژکړه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66057
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-11

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل په خوست ولایت کې د یوې غونډې پرمهال دا ټکی څرګند کړ. محمد ګلاب منګل خوست ولایت ته د رسمي سفر پر مهال یوې غونډې ته د چې د خوست والي حکم خان حبیبي، دولتي چارواکو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو هم په کې ګډون کړی وو،د وینا پر مهال زیاته کړه،چې په بغلان ولایت کې له قومي مشرانو سره شوی تړون د سیمي د ثبات لپاره مهم وو. محمد ګلاب منګل زیاته کړه، چې د ولسونو ونډه د سولې راوستولو اوهیواد ساتلو په برخه کې خورا اړینه ده او خلک د تاریخ په اوږدو کې د خپل وطن او خاورې ساتونکي پاتي شوي دي اومشران کولی شي په خپلو سیمو کې د قومي تړونونو له مخې امنیت ډاډمن او ثبات ټينګ کړي. ده وویل، چې دغه حقیقت ته په کتلو یې څو میاشتې وړاندي د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه بغلان ته سفر وکړ او په دې ولایت کې یې له قومي مشرانو سره د سولې راوستلو په موخه تړون لاسلیک کړ. د ده په خبره له قومي مشرانو سره د یاد تړون له لاسلیک وروسته د بغلان ولایت په ډنډغوري سیمه کې تر ۱۵۰۰ زیاتې بې ځایه شوي کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې او خلکو خپل عادي ژوند ته دوام ورکړ. محمد ګلاب منګل وویل، چې ځینو مغرضو کړیو چې دخپلو شخصي ګټو په خاطرد سولې مخه نیسي دسولې دا هڅې سبوتاژ کړې او د ځینو ناپېلو رسنیو پرمټ یې د شوي تړون په اړه منفي تبلیغات او د عامه ذهنیتونو د اړولو هڅه وکړه. په ورته وخت کې د بغلان قومي مشرانو او خلکو د دې ولایت په ډنډ غوري سیمه کې روان عملیات د یوه قوم نسل وژنه ووبلله او زیاته یې کړه، چې په دې جګړه کې ملکیانو ته درانه تلفات اوښتي دي. دوی پرون په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال څرګنده کړه، چې د عملیاتو له پیله تراوسه پوري لږترلږه ۱۲۵ ملکیان د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او ۶۵۰ نور ژوبل شوي دي او نږدې ۳۰ زره کورنۍ په دې ساړه ژمي کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي. د سیمي خلک دا هم وايي، چې پخوانۍ شمالي ټلواله د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل خلک لري او د خلکو باغونه په دې پلمه اره کوي، چې ګواکي دلته طالبان پټيږي.