د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ طالب وسلوال وژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66058
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-12

ملي دفاع وزارت وايي،د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو په وړاندې چاڼيزو عملياتو کې ٢٢ وسله وال مخالفين او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو او افغان امنيتي ځواکونو له لوري په ګډه ترسره شوي دي. سرچينه زياتوي، دغه عملیات په لوګر، خوست،میدان وردګ، کندهار، اروزګان،هرات او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي. سرچينه کاږي،په دې عملياتو کې ٢٢ وسله وال وال مخالفين وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.