هند د امریکا له لوري پر پاکستان د اېف شپاړس جیټ الوتکو د پلور پر پرېکړه خواشیني څرګنده کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66059
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-12

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې پرون کانګرېس ته ویلي چې پر پاکستان یې د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۸ اېف شپارس جیټ اولوتکو د پلور پرېکړه کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دوی فکر نه کوي چې د امریکا دغه ګام دې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي. ویل کېږي چې هند به په دې اړه له امریکا سره د خپلې اندېښنې د شریکولو په موخه په ډیلي کې د امریکا سفیر هم احضار کړي.