جان سوپکو: افغان ځواکونه له کړکېچ سره مخ دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66060
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-12

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړی څارونکی وايي افغان ځواکونه له کړکېچ سره مخ دي. جان سوپکو په یوه تازه راپور کې ویلي له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغان ځواکونو سره د امریکا تر ۶۴ میلیارده ډالرو مرستې وروسته لا هم افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو او داعش پر وړاندې د جګړې په ډګر کې معمولا له ماتې سره مخ کېږي. سوپکو ویلي چې اوسمهال یو شمېر ولایتونه د وسله والو مخالفینو لاس ته د لوېدو له ګواښ سره مخ دي.