زاخیلوال او راحل شریف پرون د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66061
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-12

پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی او د افغاستان لوی سفیر ‌‌‌‌‌‌ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان د پوځ مشر پر افغان سولې خبرې کړې. په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې د زاخېلوال په پاڼه کې راغلي، چې دا لیدنه پرون تر غرمې وروسته ترسره شوې ده. سرچینې زیاته کړې، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف سره په دې تفصیلي لیدنه کی د امنیتی ستونزو برسیره د څلور اړخیزه خبرو په چوکاټ کی په افغانستان کی د سولی د لاری د نقشی په راتلونکو قدمونو خبری وشوی. هغه دا لیدنه او خبرې اترې هیله بخښونکی بللې دی. زاخېلوال ویلي، چې همدارنګه دواړو خواو د سوداګرۍ، ترانزیت او کډوالو پورې تړلو ستونزو، د دوه اړخیزه روابطو د ښه کولو او اعتماد فضا د پیدا کولو باندې هم خبرې کړې دي.