سید فضل الله وحیدي د پاکستان پلازمینه کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66062
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-12

د کونړ او هرات ولایتونو پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د پاکستان پلازمینې اسلام اباد څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې هغه پرون د جمعې په ورځ د اسلام اباد د ایف ۷ ساحې څخه د دوو موټرسپرو وسله والو له لوري تښتول شوی دی. سرچینو ویلي، چې وحیدي د کورنۍ ځینو نورو غړو سره د بریتانیا د ویزې ترلاسه کولو په موخه اسلام اباد ته ورغلی و. په اسلام اباد کې دافغانستان د سفارت سرچینو او د دغه ښار پولیسو هم د وحیدي تښتوونه تایید کړې ده. پولیسو ویلي، چې د اسلام اباد په بیلا بیلو سیمو کې یې پلټنې پیل کړې دي.