ولسمشر غني: داعش ډلې ته مو په افغانستان کې سخت ګوزار ورکړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66063
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-12

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ته په افغانستان کې سخت ګوزار ورکړای شوی دی. ولسمشر غني د جمعې په ورځ د جرمني په مونشن کې امنیتي کنفرانس ته وویل:«په افغانستان کې د داعش ۱۵۰ غړي وژل شوي دي.» ده همداراز وویل چې په افغانستان کې د پاکستان پولې ته څېرمه د داعش د خلافت ږغ راډیو د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په دوو هوايي بریدونو کې ویجاړه شوه. د امریکا ولسمشر په وروستیو کې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیات وکړي. امریکايی چارواکي وايي چې په وروستیو ۳ اوونیو کې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د داعش پر ضد ۲۰ هوايي بریدونه کړي دي.