د سياسي فعالينو او مدني ټولنې شبکې: که په درېیو ورځو کې د کابل برېښنا و وصل نه شي د حکومتي مشرانو د کورنو برېښنا پرې کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66064
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-12

د سياسي فعالينو او مدني نهاد شبکې د حکومت لپاره درې ورځې مهلت ورکړ چې د کابل برېښنا ونښلوي؛ که نه نو د دې شبکې غړي به د حکومت د مشرانو د کورونو برېښنا پرې کړي.وسله والو مخالفينو، د هېواد په شمال کې د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين سيمه کې د برېښنا ځينو پايې الوځولي، چې له امله يې کابل ته د ازبکستان وارداتي برېښنا له درېيو اونيو راهيسې قطع شوې ده.د سياسي فعالينو او مدني نهاد شبکې يوه غړي فايض عظيمي، وويل: "کابل د نړۍ لومړۍ پلازمېنه ده چې برېښنا نه لري؛ که رهبران تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې د کابل د برېښنا د نښلولو لپاره څه ونه کړي، دوی به یې د کورونو برېښنا قطع کړي."